ډېر لوستل شوي

قلات ښار کې د دویم لین پنځه کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت وایي چې د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د دویم لین پنځه کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري. 

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا پروژه د ۲۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې اوسمهال د یاد سړک رغنیزې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوې دي. 

محمد اشرف حق‌شناس همداراز لیکلي چې یاد سړک ۱۰ متره پلنوالی لري او په اوږدو کې یې د ۱۰ پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا چې ټولګټو وزارت د هېواد د یو شمېر مهمو لویو لارو د دویم لین سړکونو جوړولو چارې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه پیل کړې دي.

اړوند خبرونه