د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د واخان سړک له پرانیستلکېدو سره به په دغه سیمه کې سیلانیانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې وشي.
نوموړي دا څرګندونې د واخان سړک د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
ښاغلی فطرت وایي، د واخان سړک پرانیستل به د سیمې د تګراتګ ترڅنګ د سیاحت د ودې او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو زمینه هم لا پراخه کړي.

