کابل کې د ستر حنفي فقیه او د «الهداية» د مؤلف، امام برهانالدین مرغیناني رحمهالله، د علمي میراث په اړه نړیوال څېړنیز کنفرانس پیل شو.
په دې کنفرانس کې کورني او بهرني عالمان او څېړونکي ګډون کوي او ټاکل شوې د امام مرغیناني د علمي شخصیت، فقهي میراث او د هغه د اثارو د معاصر ارزښت په اړه خپلې څېړنې او علمي مقالې وړاندې کړي.
اميد راډيو خبريال په د دې کنفرانس په پرانيستې کې د ژباړې او تدقیق مرکز او د دغه کنفرانس د عالي کمېسیون رییس شیخ عزیزالله مظهري وایي، د دې علمي ناستې موخه د افغانستان، اوزبیکستان او د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا، د علمي تجربو شریکول او راتلونکو نسلونو ته د مخکښو علماوو علمي میراث رسول دي.
د نوموړي په وینا، د معاصرو علمي څېړنو او علمي فعالیتونو په برخه کې باید د امام مرغیناني په څېر د علماوو له علمي میراث څخه ګټه واخیستل شي.
مظهري زیاتوي چې د دغه ډول علمي ناستو له لارې د ملتونو او حکومتونو ترمنځ اړیکې هم پیاوړې کېدای شي او نوي نسل ته د تېرو علماوو علمي او اخلاقي میراث لېږدول کېدای شي.
د هغه په خبره، د امام مرغیناني د علمي میراث په اړه د دې لړۍ لومړنی کنفرانس تېر کال په اوزبیکستان کې جوړ شوی و او دویمه غونډه یې نن په کابل کې پیل شوه؛ نوموړی وایي، هڅه کېږي چې دغه علمي لړۍ دوام ومومي.

