ډېر لوستل شوي

د عمران خان پلویانو د اسلام‌اباد په لور لاریون پیل کړ

د پاکستان د بندي شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان زرګونو پلویانو د هغه د خوشې‌کېدو په موخه د پلازمېنې اسلام‌اباد په لور اوږد لاریون پیل کړی دی.

الجزیرې راپور ورکړی، د تحریک انصاف پاکستان ګوند زرګونه کسان د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي او د اسلام‌اباد په لور روان شوي دي.

دا لاریون وروسته له هغې پیل شوی چې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره د حکومت او د عمران خان د پلویانو ترمنځ خبرې بې پایلې پاتې شوې.

د عمران خان پلویان د نوموړي د سم‌لاسي خوشې‌کېدو غوښتنه کوي.

اړوند خبرونه