ډېر لوستل شوي

د ښوونکو نړیواله ورځ؛ یونسکو د ښوونکو پر ملاتړ ټينګار وکړ

نن د اکټوبر پنځمه، د ښوونکو له نړيوالې ورځې سره برابره ده چې دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د ښوونکو د رول د درناوي، د هغوی د ملاتړ او حقونو د خوندیتوب او د کاري شرایطو د ښه‌والي په موخه نمانځل کېږي.

یونسکو د دې ورځې په مناسبت ویلي چې ډیجیټلي ټکنالوژي، اقلیمي بدلون، کډوالي او بې‌ځایه‌کېدل هغه نوې ننګونې دي چې ښوونکي ورسره مخ دي.

ياد سازمان ټینګار کړی چې د ښوونکو د رول پیاوړتیا او د هغوی د کاري شرایطو ښه‌والي ته پام‌لرنه د باکیفیته زده‌کړو د برابرولو لپاره مهمه ده.

اړوند خبرونه