د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې اسلامي امارت د افغانستان پر ټول قلمرو واک لري او هېواد يې په بریالیتوب سره اداره کړی.
لاوروف دغه څرګندونې نن په مسکو کې د «افغانستان په اړه د مسکو فارمټ» د اتمې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
نوموړي زياته کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د شته حکومت بنسټونه پیاوړي شوي او دغه هېواد د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی.

