ډېر لوستل شوي

مولوي امير خان متقي: افغانستان د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکاریو مهمه نقطه کېدای شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د مرکزي او جنوبي اسیا، چین، روسیې او منځني ختیځ ترمنځ د اقتصادي اتصال مهمه نقطه وګرځي.

ښاغلي متقي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته په وینا کې ويلي افغانستان د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ټرانزیټ او سیمه‌ییزو سوداګریزو دهلیزونو په برخو کې پراخ ظرفیتونه لري او د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او ټرانس افغان رېل‌پټلۍ په څېر پروژو پراختیا د سیمې د ګډو اقتصادي ګټو لپاره مهمه ده.

د بهرنيو چارو وزير ټینګار کړی چې افغانستان نه غواړي د سیمه‌ییزو رقابتونو میدان وي، بلکې غواړي د اقتصادي همکاریو او اتصال نقطه واوسي او له ټولو هېوادونو سره متوازنې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.

مولوي امير خان متقي همداراز له نورو هېوادونو غوښتې چې د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ د فشار او انزوا پر ځای د مستقیم ډیپلوماټیک تعامل او متقابلو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.

اړوند خبرونه