د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د متقابل تورونو او پوځي اقداماتو پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
ښاغلي متقي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته په وینا کې پر پاکستان نیوکه کړې او په وينا چې د دغه هېواد پوځي رژیم د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره د اړیکو لپاره «پوځي ژبه» کاروي او له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان پر حاکمیت پوځي بریدونه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان د ستونزو د حل غوښتونکی دی، خو د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل مسلم حق ګڼي او اسلامي امارت به خپل داخلي او بهرني سیاستونه په بشپړ استقلالیت تنظیم کړي.
د بهرنيو چارو وزير همداراز ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي او اقتصادي ستونزو حل د دواړو هېوادونو او د سیمې په ګټه دی او باید د خبرو او تفاهم له لارې ورته زمینه برابره شي.

