ډېر لوستل شوي

اطلاعاتو او کلتور وزارت: د منار جام د ساتنې او استحکام چارې دوام لري 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال، شیخ عبدالرحمن طیبي د آغاخان فرهنګي موسسې د برنامو له مسوول، امان‌الله صاحب‌زاده سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې، د فرهنګي میراثونو د خوندي ساتنې او د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

اطلاعاتو او کلتور وزارت د ښاغلي طیبي له قوله لیکلي چې د منار جام د وضعیت ارزونې په موخه تر اوسه د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له لوري دوې تخنیکي ارزونې شوې او د دغه منار د ساتنې او استحکام چارې دوام لري.

نوموړي د آغاخان فرهنګي بنسټ له فعالیتونو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد تاریخي اثار او فرهنګي میراثونه د افغانستان د تاریخ او ملي هویت مهمه برخه جوړوي او ساتنه یې ګډې همکارۍ او دوامدارې پاملرنې ته اړتیا لري.

اړوند خبرونه