د امارتي شرکتونو عمومي ریاست خبر ورکړی چې د بغلان بورې امارتي شرکت اړوند ۳۱۵ جریبه ځمکه چې شاوخوا ۴۵ کاله د سرخکوتل، ګورګان او پوليخاټول کلیو د ځینو اوسېدونکو له خوا غصب شوې وه، بېرته ترلاسه شوې ده.
د یاد شرکت په وینا، له بېرته ترلاسه کېدو وروسته د دغې ځمکې په اړه له اړوندو اوسېدونکو سره د شرکت د اصولو له مخې قراردادونه شوي او ځمکه ورته د اجارې په ډول سپارل شوې ده.
مسوولین زیاتوي، د شرکت اړوند جایدادونو بېرته ترلاسه کول او په منظم ډول یې اجاره کول، د عوایدو د زیاتوالي او د شتمنیو د غوره مدیریت زمینه برابروي.

