ډېر لوستل شوي

د ایران شاوخوا ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته را رسېدلی

د ایران د سوداګرۍ ګډې خونې د رییس محمود سیادت په مشرۍ د دغه هېواد شاوخوا ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی د امام ابوحنیفه رحمه‌الله د ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه کابل ته را رسېدلی دی.

د افغانستان او ايران د سوداګرۍ د ګډه خونه وايي چې د يادې خونې رییس کمال‌الدین توحید د ایران سوداګریز پلاوي له راتګ هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې د ایران سوداګر، پانګه‌وال او اقتصادي فعالان په کابل کې د خپل حضور پر مهال د امام ابوحنیفه رحمه‌الله په نندارتون کې ګډون وکړي او له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره په لیدنو کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ګډو پانګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړي.

اړوند خبرونه