ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې د اسلامي نظام په ملاتړ د علماوو غونډه پیل شوې

په پنجشېر ولایت کې د اسلامي نظام په ملاتړ د علماوو غونډه پیل شوې چې د مسوولینو په وینا، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰ علماوو په کې ګډون کړی دی.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم په دې غونډه کې ویلي، د علماوو مسوولیت دی چې خلکو ته حقایق ورسوي او اجازه ورنه کړي چې ځوانان د پردیو دسیسو او استخباراتي موخو ښکار شي.

ښاغلي حکيم ټینګار کړی چې افغانان د نړۍ له هېڅ زورور ځواک څخه نه وېرېږي او علما د امت مخکښان دي.

ټاکل شوې چې د نننۍ غونډې په ترڅ کې علما د اسلامي امارت له نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړي او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې ولسونو ته ویناوې وکړي.

اړوند خبرونه