د ترکیې په استانبول ښار کې ناپېژانده کسانو پر زدهکوونکو د چړو برید کړی چې له امله یې یو زدهکوونکي خپل ژوند بایللی او اووه نور ټپیان شوي دي.
پېښه تېره ورځ (سهشنبه) په یوه منځني ښوونځي کې شوې ده.
د ترکي چارواکو په وینا، د پېښې په تړاو یې یو ۱۵ کلن شکمن نیولی چې د یاد ښوونځي زدهکوونکی نه دی.
د برید انګېزه لا نه ده روښانه شوې او چارواکو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم نور جزئیات نه دي ورکړي.
د ترکیې پولیسو د پېښې په تړاو څېړنې پیل کړې دي.

