ډېر لوستل شوي

د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون؛ “له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ له لارې اړیکې پیاوړې کېدای شي”

د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال اووه ورځنی نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري پرانیستل شو چې پکې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترڅنګ د یو شمېر هېوادونو پانګه‌والو او استازو ګډون کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې ويلي، په دې نندارتون کې ۳۲۳ ملي او نړیوال شرکتونه په شاوخوا ۷۰۰ غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کوي.

په نندارتون کې د اوزبيکستان، ایران، هند، ترکمنستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو پانګه‌والو او استازو هم ګډون کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت له مسوولینو مننه کړې چې د سوداګرۍ د ودې او پراختیا لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي هاشمي ويلي، له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ له لارې اړیکې پیاوړې کېدای شي او هڅه کېږي چې د کورنیو تولیداتو لپاره بازارونه برابر او نورو هېوادونو ته د صادراتو زمینه پراخه شي.

هاشمي زیاته کړې، افغانستان یو اړخیز شراکت نه غواړي، بلکې هڅه کوي له نورو هېوادونو سره دوه اړخیزه سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ته وده ورکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس له هغو افغان پانګه‌والو هم غوښتي چې خپلې پانګې هېواد ته راولېږدوي او په کور دننه پانګونه وکړي.

هغه ټینګار کړی چې خصوصي سکتور چمتو دی، د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې خپله ونډه واخلي.

اړوند خبرونه