په فرانسه کې د ښوونځیو د زدهکوونکو اعتراضونه درېیمې اوونۍ ته غځېدلي او د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زره زدهکوونکي او د کارګرانو ټولنې غړي لاریونونو ته راوتلي دي.
دغه اعتراضونه د سپټمبر پر ۲۱مه د پاریس په بېوزلو سیمو کې د ښوونکو د کمښت، د ښوونځیو د خراب وضعیت او نورو ستونزو له امله پیل شول او وروسته د هېواد نورو سیمو ته هم وغځېدل.
د راپورونو له مخې، د سېشنبې تر سهاره لږ تر لږه ۶۱۰۰ کسان نیول شوي چې ډېری یې له ۱۸ کلونو کم عمر لري.
د فرانسې د پوهنې وزیر ویلي، په اعتراضونو کې لږ تر لږه ۱۹۰ زدهکوونکي ټپیان شوي او ۲۴ ښوونځي سوځول شوي یا زیانمن شوي دي.
د بشري حقونو ډلو، په ځانګړې توګه د بخښنې نړیوال سازمان، پر کمعمره اعتراض کوونکو د پولیسو د زور کارول غندلي، خو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د پولیسو چلند په نږدې ټولو مواردو کې متناسب و.

