د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، افغانستان ورځ تر بلې د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پرمختګ کوي او اوس په هېواد کې د پانګونې او سوداګریزو فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده.
د اميد اډيو خبريال د «امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې د ښاغلي غزيزي له قوله ويلي چې په دې ډول نندارتونونو کې د ۱۱۳ بهرنیو شرکتونو ګډون د افغانستان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده.
عزیزي وايي، که خصوصي سکتور او حکومت د هېواد د ابادۍ او اقتصادي ودې لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي، افغانستان کولای شي په بېلابېلو برخو کې ځانبساینې ته ورسېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار کړی چې افغان حکومت د خصوصي سکتور بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د لا پراختیا لپاره زمینه نوره هم برابره کړي.

