ډېر لوستل شوي

پوتین په ترکمنستان کې له خپل ایراني سیال سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به د جمعې په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه کې د ګډو ګټو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره وویني.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دا موضوع د روسیې د ولسمشر مرستیال تایید کړې ده.

د راپور له مخې، پوتین او پزشکیان به په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او د تهران او مسکو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې وکړي.

په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه له لویدیځ سره د روسیې او ایران د اختلافاتو له زیاتېدو او په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل وروسته، د مسکو او تهران اړیکې پراخې شوې دي.

اړوند خبرونه