ډېر لوستل شوي

تحریک انصاف: که ولس همداسې متحد پاتې شي، واکمن نظام به سقوط وکړي

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (پي‌ټي‌ای) لاریونونه چې د دوشنبې په ورځ له لکي مروت پیل شوي وو، څلورمې ورځې ته دننه شوي دي.

ياد ګوند پر خپله اېکس‌پاڼه په پاکستان کې اوسنی واکمن نظام «استبدادي» بللی او له خلکو یې غوښتي چې د عدالت غوښتنې له روان حرکت سره یوځای شي.

دغه ګوند ویلي، که خلک متحد پاتې شي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، نو واکمن نظام به په پاکستان کې سقوط وکړي.

تحریک انصاف پاکستان ګوند، اسلام‌اباد ته د تلونکو لارو پر سر د کانټینرونو اېښودلو ته په اشارې ویلي، په نړۍ کې هېڅ ځواک نه شي کولای هغه خلک تسلیم کړي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

اړوند خبرونه