ډېر لوستل شوي

د منځني ختیځ د تېلو د عرضې په اړه اندېښنې؛ د نفتو بیې لوړې شوې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د خلیج او هرمز تنګي په سیمه کې پر بېړیو د بریدونو د زیاتېدو او د منځني ختیځ له سیمې د نفتو د عرضې د احتمالي ګډوډۍ په اړه د اندېښنو له امله د نفتو بیې لوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د برنټ خام نفتو بیه د ۱.۳۳ سلنې په لوړوالي سره ۱۰۱.۵۳ ډالرو ته په هر بېرل رسېدلې، په داسې حال کې چې د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خام نفتو بیه هم ۱.۲۶ سلنه لوړه شوې او هر بېرل یې ۸۹.۳۹ ډالرو ته رسېدلی دی.

رویټرز ویلي چې په تېره اوونۍ کې پر نفت‌وړونکو بېړیو د بریدونو شمېر په هرمز تنګي کې د ایران د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې اوونیزې کچې ته رسېدلی دی.

د هرمز تنګي له لارې هره ورځ د نړۍ د نفتو د پام وړ برخه لېږدول کېږي؛ له همدې امله په دې سیمه کې د امنیتي وضعیت خرابېدل کولای شي د نړیوال نفت بازار پر عرضې او بیو مستقیم اغېز وکړي.

د نفتو د بیو دوامدار لوړوالی په نړیوال بازار کې د انرژۍ د لګښتونو د زیاتېدو اندېښنې هم راولاړوي، په ځانګړي ډول که د منځني ختیځ د نفتو د صادراتو بهیر له جدي خنډ سره مخ شي.

اړوند خبرونه