ډېر لوستل شوي

د کانګرېس سیالیو په نږدې‌کېدو سره؛ جمهوري غوښتونکي له ټرمپ واټن اخلي

د رویټرز خبري اژانس د ارزونې له مخې، د امریکا د کانګرېس په نږدې انتخاباتي سیالیو کې شاوخوا دوه پر درېیمه جمهوري غوښتونکو نوماندانو هڅه کړې چې په ځینو مهمو سیاستونو کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه واټن ونیسي او یا له هغه سره خپلې اړیکې کم‌رنګې وښيي.

د رویټرز د راپور له مخې، د جمهوري غوښتونکو نوماندانو دغه دریځ ښيي چې د ټرمپ د مخ پر کمېدونکي محبوبیت له امله په ګوند کې یو شمېر نوماندان هڅه کوي له هغه څخه ځان جلا وښيي، څو په راتلونکو منځ‌مهالو ټاکنو کې د کانګرېس د څوکیو د له لاسه ورکولو مخه ونیسي.

رویټرز د نوماندانو د رایې ورکولو سابقې، عامه څرګندونې او انتخاباتي تبلیغاتي مواد ارزولي او موندلې یې ده چې د کانګرېس د ۶۲ نږدې انتخاباتي سیالیو له ډلې په ۴۱ سیالیو کې جمهوري غوښتونکو نوماندانو تر یوه حده هڅه کړې چې له ټرمپ څخه فاصله ونیسي.

دا بدلون په داسې حال کې دی چې د نومبر په درېیمه د امریکا منځ‌مهاله ټاکنې رانږدې کېږي او جمهوري غوښتونکي هڅه کوي په کانګرېس کې خپل اکثریت وساتي. د ټرمپ د محبوبیت کموالی، د رویټرز په ارزونه کې، د جمهوري غوښتونکو لپاره د انتخاباتي سیالیو په پایلو کې یو مهم خطر بلل کېږي.

د دې ارزونې له مخې، د جمهوري غوښتونکو نوماندانو لپاره اصلي ننګونه دا ده چې له یوې خوا د ټرمپ د پلویانو ملاتړ له لاسه ور نه‌کړي او له بلې‌خوا د هغو رایه‌ورکوونکو ترمنځ خپل دریځ وساتي چې د ولسمشر له سیاستونو او کړنو سره موافق نه دي.

اړوند خبرونه