د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د کرېکټ د نړیوالې شورا (ICC) په تازه درجهبندۍ کې په څو برخو کې د نړۍ لومړي مقامونه خپل کړي دي.
د افغانستان د ملي لوبډلې ستوری راشد خان ارمان د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو د توپاچوونکو په نړیواله درجهبندۍ کې د لومړي مقام په ساتلو سره یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو مخکښ توپاچوونکی بلل شوی دی.
په ورته مهال، عظمتالله عمرزی د یو ورځنیو سیالیو د آلرونډرانو په درجهبندۍ کې د نړۍ لومړي مقام ته رسېدلی دی.
د افغان لوبغاړو دا لاسته راوړنې په داسې مهال دي چې د افغانستان ملي لوبډله سبا د بنګلهدېش پر وړاندې خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي.

