د غزني امنیه قوماندانۍ وايي چې امنیتي ځواکونو يې په تېره یوه اوونۍ کې په غزني ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۹ کسان نیولي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر ويلي، نیول شوي کسان د غلا، نشهیي توکو، کورنیو شخړو او د ځانوژنې د هڅې په تړاو نیول شوي دي.
په ورته مهال، د غزني په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۳۳۸ متره مربع ځمکه د نشهیي توکو کرل شوی کښت هم له منځه وړل شوی او ۷۴۶ کیلوګرامه نشهیي توکي سوځول شوي دي.
همداراز، د پولیسو له لوري له غلو څخه د شاوخوا ۸۵۰ زره افغانیو په ارزښت غلا شوي توکي بېرته ترلاسه شوي دي.
د غزني امنیه قوماندان خپلو پولیسو ته سپارښتنه کړې چې د جرمونو د مخنیوي او د مجرمینو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

