ډېر لوستل شوي

مادورو او مېرمن یې په امریکا کې له نویو جنایي تورونو سره مخ کېدونکي دي

یو امریکايي چارواکي د چهارشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښایي د وینزویلا له واکه لرې شوی ولسمشر نیکولاس مادورو او مېرمن یې «سیلیا فلورس»، په وینزویلا کې د نیول شویو امریکايي وګړو د شکنجې په تړاو په امریکا کې له نویو جنایي تورونو سره مخ شي.

مادورو او سیلیا فلورس د جنورۍ په درېیمه د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې له خپل کور څخه د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي او وروسته د نشه‌يي توکو د قاچاق اړوند د تورونو د څېړنې لپاره نیویارک ته انتقال شوي دي.

د راپور له مخې، د امریکايي چارواکو له لوري د شکنجې اړوند د نویو تورونو مطرح کېدل به د مادورو پر وړاندې د امریکا قضیه لا پراخه کړي او نوموړی به له نشه‌يي توکو د قاچاق تر څنګ له نورو جدي جنایي تورونو سره هم مخ کړي.

اړوند خبرونه