عدلیې وزارت وایي، د شمال زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په بلخ ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.
سرچنیه زیاتوي، دغه ځمکه د مزارشریف ښار په اتمه ناحیه کې موقعیت لري او د «حاجي عبدالباقي او حاجي اسماعیل فارم» په نوم یادېږي.
دغه وزارت ویلی چې اختصاصي محکمې د اسنادو او مدارکو له څېړلو وروسته پرېکړه کړې چې ټوله یاده ځمکه امارتي ملکیت دی او اوسني متصرفین یې باید د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

