د اتریش سوداګر فرتز لانګاور ویلي، په افغانستان کې د غالیو اوبدلو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، چې دا د افغان غالۍ اوبدونکو لپاره ښه زېرى دی.
لانګاور وايي، د افغان او هندي غالیو ترمنځ د پام وړ توپیرونه شته او افغان غالۍ د کیفیت او نورو ځانګړتیاوو له پلوه ځانګړې ښکلا لري.
د نوموړي په وینا، د افغان غالیو راتلونکی روښانه دی او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به دغه غالۍ په نړیوال بازار کې لا پراخ ځای ومومي.
هغه زیاته کړې، چې په امریکا او اروپا کې د غالیو د پېرلو پر مهال د رنګونو غوراوي ته ځانګړې پاملرنه کېږي؛ خو افغان غالۍ اوبدونکو هم د نړیوالو پېرودونکو پام ځانته اړولی او د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره غالۍ اوبي.
یاده دې شي چې د افغان غالیو د کیفیت لوړول، د نړیوالو بازارونو موندل او د بهرنیو پېرودونکو د غوښتنو په پام کې نیول د دغه صنعت د ودې لپاره مهم بلل کېږي

