ډېر لوستل شوي

د افغان او اتریشي شرکتونو ترمنځ اروپا ته د افغاني غالیو د صادراتو په موخه د همکارۍ هوکړه‌ لاسلیک شوه

د کابل په پنځم ملي او نړیوال امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې یوه افغان او یوه اتریشي شرکت د افغاني غالیو اروپایي بازارونو ته د صادراتو د اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې، اتریشي شرکت به د افغاني غالیو د ډیزاین، بازارموندنې او اروپایي بازارونو ته د دغو غالیو د صادراتو د زمینې برابرولو په برخو کې همکاري کوي.

تر دې مخکې، اتریشي سوداګر فرتز لانګاور ویلي وو، چې افغاني غالۍ د رنګونو، خامو موادو، ډیزاین او کیفیت له پلوه د اروپایي بازارونو له اړتیاوو سره سمون لري.

اړوند خبرونه