د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه نظامي وسایل او تجهیزات سپارل شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دغو اثارو کې د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب هم شامل و.
د خبرپاڼې له مخې چې یاد آثار د جهاد د دورې له یو شهید څخه پاتې شوي چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې دغه جهادي آثار چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ مشهور جهادي قوماندان، شهید ابو یوسف له جهادي ملګرو سره ساتل کېدل، او تازه د غزني اطلاعاتو او کلتور رییس، ملا حمیدالله نثار ته سپارل شوي دي.

