د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژو د کاري بهیر ارزونې او د چارو چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر کړی، او هلته یې د ځینو پروژو چارې ارزولې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې ښاغلي ثاني د خوست ولایت سټو کنډو په سیمه کې د پکتیا–خوست سړک، د ځاځي اریوب سړک او د پکتيا – لوګر د ازرې ولسوالۍ مسیر څخه هم لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې ملا محمد عیسی ثاني د پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د چارو چټکتیا او غوره کیفیت په هکله لازمې لارښوونې کړې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې ښاغلی ثاني د ترانسپورتي زیربناوو د پیاوړتیا، د سړکونو کیفیت ښهوالي او د هېوادوالو لپاره د خوندي او هوسا تګ راتګ د اسانتیاوو برابرولو په موخه هر وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روانو پروژو چارې ارزوي.

