ډېر لوستل شوي

هرات کې د لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو د مسوولینو د همغږۍ غونډه شوې

د هرات د والي شیخ نوراحمد اسلام‌جار په مشرۍ د هېواد د لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو د مسوولینو د همغږۍ غونډه جوړه شوې ده.

د هرات ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې په دې غونډه کې د ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو، د پوځي محکمو رئیسانو، د لواګانو قوماندانانو او استخباراتي مسوولینو ګډون کړی وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د جنايي پېښو کمولو، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر د ښه‌والي په اړه بحث او خبرې وشوې.

د هرات والي د کرنې، صنعت او ودانیزو چارو په برخو کې د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو، د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو پر پلي کولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، د غور، بادغېس، فراه او نیمروز والیانو هم د خپلو ولایتونو د اداري، امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه راپورونه وړاندې کړل او په اړوندو ولایتونو کې یې شته ستونزې او ننګونې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

اړوند خبرونه