ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې په لسو ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په لسو ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په نورستان، کونړ، لغمان،  ننګرهار، خوست، پکتیا، بامیان، میدان‌وردګ، دایکندي او غور ولایتونو کې اټکل شوی دی.

د هواپېژندنې ادارې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ – ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل کړې ده.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز سبا په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، سوېل‌ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.

اړوند خبرونه