ډېر لوستل شوي

پزشکیان: سیمه‌ییزه ډیپلوماسي باید یوازې د غونډو په جوړولو پورې محدوده نه شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ستونزو د مدیریت او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي په موخه پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.
هغه نن پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې سیمه‌ییزه ډیپلوماسي باید یوازې د غونډو په جوړولو پورې محدوده نه وي، بلکې د ستونزو او کړکېچ د مدیریت، خبرو اترو د دوام او د همکاریو د پراختیا لپاره باید یوه عملي وسیله وي.
هغه زیاته کړې، دا چاره باید د تاوتریخوالي د ډېرېدو په مخنیوي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو د پرمخ وړلو په برخه کې مرسته وکړي.

اړوند خبرونه