ډېر لوستل شوي

امریکا په سعودي کې خپلو وګړو ته د هوايي ډګرونو په اړه خبرداری ورکړی

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر او شاوخوا سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
ياد سفارت ویلي، د ریاض پر هوايي ډګر د بریدونو راپورونه یې ترلاسه کړي او د امنیتي وضعیت له امله یې په سعودي عربستان کې د سفر په اړه خپلې سپارښتنې تازه کړې دي.
د دې سفارت په وینا، د سعودي عربستان لویو هوايي ډګرونو ته د بریدونو او امنیتي پېښو د احتمال له امله د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریم د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو د ګډوډېدو امکان شته.
سفارت له مسافرو غوښتي چې تر سفر مخکې د خپلې الوتنې د وضعیت په اړه له هوايي شرکت او اړوند هوايي ډګر څخه تازه معلومات ترلاسه کړي.
په همدې حال کې، په سعودي عربستان کې د امریکا پر حکومتي کارکوونکو د سفر پر مهال نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

اړوند خبرونه