ډېر لوستل شوي

خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ له امله بېړنی حالت اعلان شوی

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذېدو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان فدرالي کابینې د عمران خان د پلویانو د پراخېدونکي لاریون او په دغه ایالت کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت له امله د بېړني حالت د اعلان وړاندیز کړی و.

د پاکستان حکومت وايي، د قانون او نظم د وضعیت خرابېدو او د مبارزې په برخه کې د خیبر پښتونخوا د حکومت د نه همکارۍ له امله د بیړنیو اقداماتو اړتیا رامنځته شوې ده. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د عمران خان د خوشې‌کېدو لپاره د اسلام‌اباد په لور د لاریون مشري کوي.

اړوند خبرونه