ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره کتلي

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال، طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

روغتیا وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان له روغتیايي سيستم سره د دوامدارې همکارۍ، د ساري ناروغیو مخنیوي او د روغتیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا بحث شوی دی.

ښاغلي جلالي له طارق علي بخیت سره د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون او قلبي څانګې لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې د مالي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي په هېواد کې د ولسوالیو په کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې پروګرامونو او په روغتیا برخه کې د اسلامي هېوادونو له حکومتونو سره د هوکړه‌لیکونو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

بلخوا د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي په یادو برخو کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه