د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د نورستان ولایت په مرکز، پارون ښار کې د دوه کیلومتره حلقوي سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې دا دوه کلیومتره اوږد او لس متره پلن سړک د ۱۱۳ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي، او د یو شل متره پُل، اته پلګوټو، ۱۵۳۰ متره استنادي دېوال، د سړک غاړې ویالو او پلیو لارو جوړول هم پکې شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پارون ښار ترانسپورتي ستونزې هوارې، د سیلانیانو تګ راتګ او د اقتصادي ودې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادولو ده چې دا مهال د ټولګټو وزارت له لوري د هېواد په ځینو سیمو کې د سړکونو جوړولو لسګونه پروژې پیل شوې دي چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

