ډېر لوستل شوي

ټرمپ: ښايي امریکا د حوثیانو پر ضد بریدونو کې ګډون وکړي

د سعودي عربستان پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو له یوه مرګوني برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي متحده ایالات د حوثیانو پر ضد په پوځي بریدونو کې ګډون وکړي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د حوثیانو پر ضد بریدونه پیل کړي، ویلي: “ښايي.”

نوموړي ویلي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټلېفوني خبرې وکړي او د حوثیانو پر ضد د احتمالي اقدام په اړه ورسره وغږېږي.

اړوند خبرونه