د ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی چې د فراه ولایت په لاشوجوین ولسوالۍ کې د ایران په لور د قاچاقي تګ پر مهال ۸۴ کسان نیول شوي دي.
د يادې قول اردو د رسنیز دفتر وايي چې د دې قول اردو د نهمې سرحدي لوا د لومړي کنډک د دویمې ټولۍ کشفي او استخباراتي ځواکونو دغه کسان د لاشوجوین ولسوالۍ د پشمکي په سیمه کې نیولي دي.
د سرچینې په وینا، په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دوی غوښتل په قاچاقي ډول ایران ته واوړي.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنیز دفتر زیاتوي چې نیول شوي کسان له نیول کېدو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

