ډېر لوستل شوي

ایران د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکو بېړیو ته خبرداری ورکړی

د ایران سپاه پاسدارانو ګواښ کړی چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو پر مهال هغه بېړۍ به د «مخالف لوري» وبلل شي چې د خپل مسیر موندنې سیسټمونه بند کړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبرداری په داسې مهال ورکړل شوی چې په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي په جنوبي مسیر کې پر تېرېدونکو بېړیو د سپاه پاسدارانو بریدونه زیات شوي دي.

ایران د هرمز تنګي جنوبي مسیر غیرقانوني بولي او له بېړیو غواړي چې د دغه تنګي له هغه شمالي مسیر څخه تېرې شي چې د ایران تر کنټرول لاندې دی.

اړوند خبرونه