ډېر لوستل شوي

د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د ژر بشپړېدو پر اړتیا ټینګار شوی

د افغانستان برېښنا شرکت اجراييوي رييس ملا عبدالحق همکار په قرغزستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د ګډې کاري ډلې او بین‌الحکومتي شورا په ناستو کې د دې پروژې د پاتې چارو د ژر بشپړېدو او د اضافي مالي سرچینو د برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اکتوبر له ۷مې تر ۹مې د بشکیک په ښار کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د ګډې کاري ډلې (JWG) او بین‌الحکومتي شورا (IGC) په ناستو کې د غړو هېوادونو، نړیوال بانک او نورو تمویل‌کوونکو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.
په ناستو کې د پروژې د ودانيزو چارو پر پرمختګ، د مخابراتي سیسټمونو او تکرار دستګاوو د نصب او بشپړېدو، د پروژې د عملیاتي چمتووالي او د څارنې، فعالیت او ګټې اخیستنې د مسوولیتونو د ټاکلو په اړه بحث شوی دی.
افغان پلاوي د پروژې د پاتې چارو د بشپړولو لپاره د اضافي مالي سرچینو پر برابرولو ټینګار کړی، چې په ځواب کې یې د نړیوال بانک استازو د اړتیا وړ مالي سرچینو د برابرولو د امکاناتو د ارزونې ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت اجراييوي رييس ویلي چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د سیمه‌ییزې انرژۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او د دې پروژې د چارو چټکتیا، د شته خنډونو لرې کول او د ګډو پرېکړو عملي کول باید لومړیتوب ولري.
کاسا-۱۰۰۰ پروژه له مرکزي آسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لېږد په موخه طرحه شوې او د بشپړېدو پرمهال به د سیمه‌ییزې برېښنا سوداګرۍ او لېږد په برخه کې د افغانستان د رول په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

اړوند خبرونه