د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ د پليکېدو پرېکړه «جبري او ظالمانه» بللې او خبرداری یې ورکړی چې دغه اقدام به ناوړه پایلې ولري.
«ټيټيپي» په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د پوځي ادارې او مرکزي حکومت لهخوا په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ پليکول د دې سیمې د خلکو او قومي غوښتنو خلاف دي.
ياد تحریک وايي چې د خیبر پښتونخوا یو شمېر مذهبي او سیاسي ګوندونو هم د والي واکمني رد کړې او مرکزي حکومت د پاکستان د اساسي قانون له ځینو مادو څخه د خپلو سیاسي موخو لپاره استفاده کړې ده.
ټيټيپي ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د امن او نظم د ټینګښت په پلمه د والي واکمني اعلان شوې، خو د دغه تحریک په وینا، مرکزي حکومت او پوځي مشرتابه د سولې او امنیت ټینګښت ته په خپلو سیاستونو کې لازم لومړیتوب نه دی ورکړی.
دغه تحریک له خلکو، په ځانګړې توګه له هغو کسانو چې ادعا کوي حقونه یې تر پښو لاندې شوي، غوښتي چې د پاکستان له پوځي ادارې سره د مخالفت لپاره «عملي ډګر» ته راووځي او د دوی ملاتړ وکړي.
د «ټيټيپي» دغه څرګندونې په داسې مهال دي چې په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ له اعلان وروسته د دې پرېکړې پر وړاندې د سیاسي او ټولنیزو غبرګونونو لړۍ روانه ده.

