د قطر سفیر، مردف القاشوطي د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر، مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د دې کتنې پرمهال د افغانستان – قطر پر دوه اړخیزو اړیکو او له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو په پیاوړتیا کې د قطر پر هراړخیز رول خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي په حواله له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړیکې مخ پر ودې بللې شوې او په دې برخه کې د قطر هڅې ستایل شوې دي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې بلخوا د قطر سفیر هم د خپل هېواد ژمنتیا او د دغو هڅو د دوام ډاډ څرګند کړی او په دې برخه کې یې رامنځته شوي پرمختګونه ستایلي دي.

