ډېر لوستل شوي

د اوو زونونو د والیانو ناسته کې د امنیت، نشه‌يي توکو قاچاق او کاري فرصتونو پر پراختیا خبرې شوې

د کابل ولایت مقام خبر ورکړی چې د هېواد د اوو زونونو د والیانو نوبتي همغږۍ ناسته د کابل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، کندز او پکتیا ولایتونو د والیانو په ګډون ترسره شوې ده.

د یاد مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې ناسته کې د امنیت پر پیاوړتیا، د سرحدي چارو پر تنظیم، د نشه‌يي توکو د قاچاق او کښت پر مخنیوي، د کانونو پر قانوني استخراج، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.

همداراز، د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو پر ښه‌والي، د حوزوي روغتونونو پر پیاوړتیا او د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د ارزونې لپاره د لابراتوارونو پر جوړولو هم بحثونه شوي دي.

د کابل ولایت مقام زیاتوي چې د ناستې په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه يو شمېر پرېکړې هم شوې دي.

اړوند خبرونه