ډېر لوستل شوي

پاکستاني پوليسو د تحریک انصاف ګوند ۲۷۸ غړي نيولي

د پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ۲۷۸ غړي نیولي دي.

د راپورونو له مخې، تحریک انصاف ګوند د خپلو غړو نیول غیر ډیموکراټيک اقدام بللی او دا یې د فدرالي حکومت له لوري د واک د نیولو هڅه ګڼلې ده.

راپورونه زیاتوي چې د پاکستان فدرالي حکومت د یکشنبې په ورځ د امنیتي اندېښنو له امله په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف تر مشرۍ لاندې ایالتي حکومت منحل او بېړنی حالت يې اعلان کړی دی.

دا په داسې مهال ده چې خيبر پښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو له لوري تېره ورځ د لاريون پرمهال د عمران خان ګوند پر غړو ډزې هم شوې وې.

اړوند خبرونه