ډېر لوستل شوي

ایران د بريټانیا سفیر احضار او خبرداری یې ورکړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د بریټانیا سفیر احضار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د لندن د تورونو په غبرګون کې به له دغه هېواد سره خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې وارزوي.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د بریټانیا لومړي وزیر د فرفورډ هوايي اډې د امنیتي پېښې په تړاو ایران او سپاه پاسداران په احتمالي لاس لرلو تورن کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له بریټانیا غوښتي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره مستند شواهد وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې تهران له یادې پېښې سره هر ډول تړاو ردوي.

ایران خبرداری ورکړی چې که لندن د خپلو تورونو د اثبات لپاره شواهد وړاندې نه کړي، نو تهران به له بریټانیا سره د خپلو دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه جدي بیاکتنه وکړي.

اړوند خبرونه