د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر «یتین پټیل» سره تعارفي کتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي له قوله راغلي چې اسلامي امارت د خپل متوازن سیاست له مخې له هند سره اړیکو ته ارزښت ورکوي.
نوموړي ویلي چې د افغانستان – هند ترمنځ د سوداګرۍ حجم د زیاتېدو په حال کې دی او د دواړو لوریو له ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې لپاره د همکارۍ زیاتېدو ته اړتیا ده.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې بلخوا «یتین پټیل» ویلي چې هند له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې خپل تعامل او اړیکو ته پراختیا ورکول غواړي.

