د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي رييس مولوي عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمهییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته روان شوی دی.
د ښاغلي حقشناس په وینا، ټاکل شوې چې مولوي عبدالکریم فاتح په دې غونډه کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړي.
همداراز، نوموړی به د غړو هېوادونو له استازو سره د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.
د ټولګټو وزارت په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان ګډون د وسپنې پټلۍ په برخه کې د سیمهییزو همکاریو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.

