ډېر لوستل شوي

قطر د سعودي  له امنیت او حاکمیت څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټلېفوني خبرو کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو او د روان کړکېچ د کمولو پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کړې دي.

د قطر د لومړي وزیر په وینا، دوحه له ریاض سره بشپړ پیوستون لري او د سعودي عربستان د حاکمیت، امنیت او ملي ګټو د ساتنې لپاره د دغه هېواد د مشروع اقداماتو ملاتړ کوي.

آل‌ثاني همداراز د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله د کړکېچ د مهارولو او د ډیپلوماټیکو لارو د پیاوړتیا هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه