ډېر لوستل شوي

امریکا د تېلو د لېږد لګښتونو کمولو لپاره د «سیوري بېړۍ» پر ضد د بندیزونو د نرمولو په اړه غور کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د تېلو د نړیوال لېږد د بې‌ساري لوړ لګښتونو د کمولو لپاره د هغو تېل‌لېږدوونکو بېړیو پر ضد د بندیزونو د نرمولو په اړه غور کوي چې د «سیوري بېړیو» په نوم پېژندل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي، واشنګټن په پام کې لري چې پر بندیزونو لګېدلو بېړیو ته اجازه ورکړي څو غیرتحریم شوي تېل او نفتي محصولات ولېږدوي.

دا اقدام وروسته له هغې مطرح شوی چې ټرمپ د روسیې د ډیزلو پر صادراتو ځینې بندیزونه په موقتي توګه لغوه کړل؛ هغه پرېکړه چې د اوکراین، اروپايي هېوادونو او د امریکا د جمهوري‌پالو ګوند د ځینو غړو له نیوکو سره مخ شوې ده.

د بندیزونو د احتمالي نرمولو موخه د تېلو د لېږد لګښتونه کمول او په نړیوالو بازارونو کې د نفتي محصولاتو د عرضې د بهیر اسانه کول بلل کېږي.

اړوند خبرونه