د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رييس مطیعالحق خالص په کابل کې د قطر له سفیر میردف علي القاشوطي سره لیدلي او د چاپېریالي ستونزو، اقلیمي بدلونونو او نړیوالو مالي سرچینو ته د افغانستان د لاسرسي په اړه یې خبرې کړې دي.
د چاپېریال ساتنې اداره وايي، ښاغلي خالص په دې لیدنه کې د قطر د همکارۍ غوښتنه کړې، څو د چاپېریال ساتنې درول شوې پروژې بېرته پیل شي، د اوبو مدیریت او د فاضله اوبو تصفیه پیاوړې شي او د افغانستان استازو ته په نړیوالو چاپېریالي غونډو کې د ګډون زمینه برابره شي. يادې ادارې زیاته کړې چې د قطر سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې هڅه به وکړي د افغانستان چاپېریالي ستونزې په نړیوالو غونډو کې مطرح شي.

