د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د اسیا د متقابل تعامل او باور جوړونې اقداماتو (سیکا) غونډې په څنډه کې د اوکراین او ایران د بحرانونو، دوهاړخیزو همکاریو او له امریکا سره د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په اذربایجان کې سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا بحث کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لوریو د ایران د شخړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د بحران دوام د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کولای شي.
چین چې د اوکراین په جګړه کې یې له روسیې سره پراخې همکارۍ ساتلې دي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

